Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې د څرځایونو او غرنیو بوټو تخریب؛ خلک په دغه ولایت کې د مالدارۍ راتلونکي ته اندېښمن دي

بامیان (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳): د بامیان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ځنګلونو او څرځایونو پر تخریب چې مالداري یې زیانمنه کړې، اندېښه څرګندوي او له حکومته په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د بامیان د مرکز د «قرغنه‌تو» سیمې اوسېدونکي عبدالستار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د څرځایونو کمېدل په سیمه کې د مالدارۍ کمېدو لامل شوی او په وینا یې، د سیمې ډېرو اوسېدونکو د وښو کموالي له امله خپل مالونه پلورلي دي.

نوموړي زیاته کړه: «د سیمې د ډېری خلکو ژوند په کرنې او مالدارۍ پورې تړلی، خو پرله‌پسې وچکالیو او د وښو کموالی د دې لامل شوی څو له مالدارۍ تېر شي.»

یو بل ځايي اوسېدونکي علي‌جان ټینګار وکړ، د هر کال په تېرېدو ځنګلونه او غرني بوټي چې د مالدارۍ لپاره تر ټولو مهمې سرچینې دي، تخریبېږي.

د هغه په وینا، ځايي اوسېدونکي د سرچینو نشتوالي له امله د اړتیا وړ سون‌توکي هم له بوټو او ونو چمتو کوي چې په ډیرو سیمو کې یې ان په موټرو کې لېږدوي چې دغه کار په سیمه کې د بوټو کمېدو زمینه برابره کړې ده.

هغه څرګنده کړه، که د بوټو وهلو او څرځایونو د تخریب مخنیوی ونه شي، مالداري به په راتلونکي کې د یادو سیمو اوسېدونکو ته ناممکنه وي.

بلخوا، د بامیان یو بل اوسېدونکی یوسف د للمي کښت ډېرېدل د څرځایونو لپاره یوه بله ستونزه بولي او وايي چې د دغه کښت ډېرېدل د څرځایونو د له منځه تلو لامل شوی دی.

نوموړی زیاتوي: «د سیمې اوسېدونکو په وروستیو کلونو کې په بې‌سارې ډول للمي کښت ته مخه کړې چې دې چاره په دې سیمو کې څرځایونه له منځه وړي دي.»

د چارو د پوهانو په باور، د طبیعي سرچینو نه مدیریت او تخریب به یې بدې پایلې ولري.

د بامیان پوهنتون استاد قاسم فرهمند ګواښ وکړ چې د طبیعي سرچینو تخریب به د طبیعي پېښو ډېرېدو، د اوبو سرچینو کمېدو او د ژوو د له‌منځه تلو په څېر بدې پایلې ولري.

هغه ټینګار وکړ چې د څرځایونو تخریب به خلک اړ کړي چې سیمې پرېږدي او ښارونو ته کډې وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «په دغه ولایت کې د نږدې ۸۵ سلنه خلکو ژوند په کرنه او مالدارۍ پورې تړلی، که له دې دوو څخه یوه عایداتي سرچینه هم له خلکو واخیستل شي، د سیمې اوسېدونکي به اطرافي ژوند پرېږدي او ښارونو ته به ولاړ شي.»

د هغه په باور، په اطرافي سیمو کې د طبیعي سرچینو نه مدیریت او د خدماتو کمښت له امله ښار ته د اطرافیانو هجوم ښارونو کې د نفوس، جنایي جرمونو او د هوا ککړتیا ډېرېدو لامل شوی دی.

هغه له مسوولینو وغوښتل چې د څرځایونو په ګډون د طبیعي سرچینو د تخریب مخنیوی وکړي څو د سیمې خلک کډوالۍ او د کورونو پرېښودو ته اړ نه شي.

ورته مهال، ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې د طبیعي سرچینو د ساتنې برخه کې اړین اقدامات کړي دي.

د بامیان د چاپېریال‌ساتنې رییس محمدابراهیم دادفر وايي چې پر طبیعي سرچینو د ډېر فشار کمولو، د وحشي ژوو خوندیتوب او څرځایونو مدیریت په موخه یې اړین اقدام پیل کړي دي.

د هغه په خبره، له ګواښ سره د مخ سیمو قرنطین کول، د بوټو او ځنګلو وهلو مخنیوی او د لمریزو منقلونو وېش هغه کارونه دي چې د یادې ادارې له لوري شوي دي.

نوموړي د لمریزې انرژۍ د تولید وسایلو پر مثبتو اغېزو ټینګار وکړ او ویې ویل، په دغه ولایت کې لمریز منقلونه او اب‌ګرمۍ د سون‌توکو مناسب بدیل او خلکو ته د لاسرسي وړ دي او دغه‌راز، په راتلونکي کې به پر طبیعي سرچینو د ډېر فشار او څرځایونو د تخریب مخه ونیسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.