Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ اوسېدونکي: حکومت دې د بربر لرغونې کلا د ویجاړېدو مخه ونیسي

مزارشریف (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳): د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان د دغه ولایت په دولت‌اباد ولسوالۍ کې د بربر تاریخي کلا پر ویجاړېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومته یې د بیارغونې غوښتنه کوي.

دغه تاریخي کلا چې څه باندې ۱۶۰۰ کاله مخینه لري، تېرو وختونو کې د بلخ ولایت دولت‌اباد ولسوالۍ د ساتنې لپاره د یوې سترې پوځي اډې په توګه جوړه شوې وه.

بلخ ولايت کې د صالح‌محمد خلیق په نوم يو شاعر او ليکوال وايي چې د دې لرغونې کلا دېوالونه، برجونه او ډېرې برخې ويجاړې او په کنډوالو بدلې شوې دي.

د خليق په وينا، دغه تاريخي ابده د پرله‌پسې جګړو، طبيعي پېښو لکه واورو، بارانونو او د حکومتونو د بې‌غورۍ له امله تر ډېره زيانمنه شوې ده.

خليق بربر کلا د بلخ ولايت د هويت يوه برخه بولي او د هغې د بيارغونې او ساتنې غوښتنه کوي.

بلخوا، د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دغه ولایت دولت‌اباد ولسوالۍ د بربر تاریخي کلا د نړېدو له ګواښ سره مخ ده.

دوی د دې تاریخي ابدې پر بیارغونه ټینګار کوي او له حکومته غواړي چې د دغه تاریخي ارزښت ژوندي ساتلو ته جدي پام وکړي.

د مزارشریف اوسېدونکی محمد‌عاطف چې د دغې لرغونې کلا لیدو ته ورغلی، وایي، د دې کلا په لیدو خواشینی دی؛ ځکه د ویجاړېدو په حال کې ده.

هغه وایي: «دا ځای مې ولید، وضعیت یې ډېر خراب دی، خواشینی شوم، دا ځای د ویجاړېدو په حال کې دی، حکومت باید د دغه ډول فرهنګي او تاریخي میراثونو ساتنه وکړي.»

دغه راز د بلخ دولت‌اباد ولسوالۍ یو اوسېدونکی جمعه‌خان هم ورته څرګندونې کوي او وایي که حکومت دغه ډول تاریخي او فرهنګي میراثونه ورغوي نو ډېر بهرني او کورني سیلانیان به جذب او هم به یې تاریخي ارزښت تر ډېره ژوندی پاتې شي.

ورته وخت کې، د بلخ ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین د دغه ولایت د تاریخي اثارو د بیارغونې لپاره د هڅو ډاډ ورکوي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ مدیر ذبیح‌الله اریایي پژواک ته وویل، دوى هڅه کوي چې د حکومت له پراختيايي بودجې او د ځينو بهرنيو بنسټونو په همکارۍ د بلخ د لرغونو ودانيو د بيارغونې چارې پيل کړي.

د يادونې ده، د دولت‌اباد ولسوالۍ بربر کلا سربېره، په بلخ کې ګڼ شمېر نور تاريخي ځایونه او ابدې هم د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او خلک يې د بيارغولو غوښتنه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.