پلعلم (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱ ۱۴۰۳) : د لوګر د اقتصاد ریاست وایي چې په تېرو لسو میاشتو کې په دغه ولایت کې د ۱،۴ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۱۱ رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د لوګر د اقتصاد رییس انجنیر محمدحامد مظلومیار په پلعلم کې خبریالانو ته وویل چې په تېرو لسو میاشتو کې ۳۵ پروژې د اسلامي امارت له بودجې او ۷۶ نورې د نړۍوالو موسسو په همکارۍ په دغه ولایت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې په بشپړو شوو پروژو کې دولتي ادارو ته ودانۍ، ښوونځيو ته ودانۍ، کانالونه، کارېزونه او د لویو لارو جوړول شامل دي چې ۱،۴ میلیارد افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د مظلومیار په وینا، په عملي شوو پروژو کې زرګونه کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول ګټه رسېدلې ده.
هغه وویل، دا مهال هم په لوګر کې د دوه میلیارد افغانیو په لګښت ۴۳ نورې رغنیزې پروژې تر کار لاندې دي چې په را روان کال به بشپړې شي.
د پلعلم یوه اوسېدونکي رسولخان پژواک ته وویل، خوښ دی چې په دغه ولایت کې څه باندې سل رغنیزې پروژې بشپړې شوې.
خو هغه ټینګار کوي چې اوسنی حکومت باید د تېر حکومت نیمګړې پروژې باید بشپړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري د ۳۲۳ میلیون افغانیو په لګښت ۳۳ بېلابېلې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP