کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳): د هند په ګجرات ایالت کې د دغه هېواد د ساحلي ګارډ چورلکې لوېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي دي.
انډیا ټایمز راپور ورکړی چې یاد هلیکوپټر وروسته له لوېدو اور اخیستی او درېیو کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی چې دوه یې پيلوټان وو.
د راپور له مخې، یاده پېښه پرون (یکشنبه، د مرغومي ۱۶مه) د دغه هېواد د ګجرات ایالت په بندرپور ښارګوټي کې شوې ده.
مسوولین د یادې پېښې لامل «تخنیکي ستونزه» اعلان کړی او په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP