Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خیبرپښتونخوا کې دوه پاکستاني پولیس په ډزو وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا په لکي‌مروت ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله‌والو دوه پولیس په ډزو وژلي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، د خیبرپښتونخوا په لکي‌مروت ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله‌والو په یوه برید کې دوه پولیس وژل شوي دي.

سرچینې ویلي، دا پېښه نن سهار د غزني‌خېل په نوم سیمه کې شوې ده.

رسنیو د لکي‌مروت د پولیسو ویاند شاهد حمید له قوله لیکلي، د حمکت‌الله او خان‌بهادر په نوم دوه پولیس نن سهار وختي له خپل کلي خیروخېلو څخه په موټرسایکل دندې ته روان وو چې د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري ورباندې ډزې شوې او دواړه یې وژلي دي.

تر اوسه د یاد برید مسوولیت چا نه دی منلی.

پاکستاني رسمي دولتي ټلویزیون (PTV) نیوز هم هلته د نن سهار پېښه تایید کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ هم په لکي‌مروت کې ناپېژانده وسله‌والو درې پوځیان تښتولي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.