کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳): د ملي دفاع وزارت لوی درستیز په کندهار کې د مهاجرینو لپاره د ځمکو وېش د پیل مراسمو کې له هغو هېوادونو چې افغان کډوال په زور راوباسي، وغوښتل چې له کډوالو سره له ظلم کولو لاس واخلي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون غړو، سیمهییزو چارواکو، د همکارو بنسټونو استازو، سوداګرو او مهاجرینو په شتون کې د مهاجرینو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په دغو مراسمو کې د وینا پر مهال له هغو هېوادونو چې په زور افغان مهاجرین وباسي وغوښتل چې له مهاجرینو سره له ظلم کولو لاس واخلي او پرېږدي چې هغوی په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
نوموړي زیاته کړې، حکومت مسوولیت لري چې د مهاجرینو راستنېدنې لپاره زمینه برابره کړي څو په هېواد کې په ارامه ژوند وکړي.
د المپیک ملي کمېټې رییس مولوي احمدالله وثیق وویل چې اسلامي امارت هڅه کوي څو له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې سره د مهاجرینو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
وثیق له موسسو وغوښتل چې د دغو پروژو په پلې کولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
دغه راز، د کندهار د کډوالو چارو رییس نعمتالله الفت وویل چې په دغه ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټو جوړولو هدف د هغوی د ژوند ښهوالی، اقتصادي پیاوړتیا، یوځایوالی، سوله او د هغوی له حقوقو ملاتړ دی.
په همدې حال کې د کور او ښار جوړولو وزارت د انجنیري برخې امر احسانالله حلیم هم خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه ښارګوټی پر یونیم زر جریب ځمکه ډیزاین شوی چې په لومړي فاز کې ۷۹۰ نومري کېږي چې جوماتونه، مدرسې، د زدهکړو مرکزونه، سوداګریز مرکزونه، تفریحي پارکونه، عیدګاه، کتابتون او د لوبو ډګرونه په پام کې نیول شوي چې د دغه ښارګوټي د لومړنۍ برخې جوړونې لپاره ۴۰۰ میلیون افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د دغه ښارګوټو تخنیکي سروې د یاد ولایت په ژېړۍ، پنجوايي، تختهپول او شاهوالي کوټ ولسوالیو کې دوام لري چې په راتلونکې یوې میاشت کې به بشپړه شي.
د مراسمو په پای کې د مسوولینو له لوري پر ۲۵۰ کورنیو د ځمکو اسناد ووېشل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP