Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې ۳۳۴ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

خوست ښار (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳): د خوست امنيه قومانداني وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې ۳۳۴ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نيولي دي.

د خوست امنيې قوماندانۍ وياند طاهر احرار پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان د دغه ولايت په مرکز او دوولسو ولسواليو کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت پوليسو د عملياتو پر مهال نيول شوي دي.

نوموړي وويل، دغه کسان د وژنو، غلاوو، شکنجه کولو، تښتونو، قاچاق، ضرر رسونو، ناروا اړیکو، دوکې او د عامه نظم ګډوډیو سربېره په نورو بېلابېلو جنايي جرمونو تورن دي.

هغه وويل، د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مديريت د يادو عملياتو پر مهال ۲۲ ميله بېلابېل ډوله وسلې، زرګونه فايره د کلاشینکوف او تمانچې مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.

دی زياتوي: «۲۲ عرادې غلا شوي موټرسایکلونه، ۸ عرادې بېلابېل ډوله موټرونه، ۲۸ ځېرک موبایلونه، ۳۷ بېټرۍ، کمپیوټرونه او قیمتي ساعتونه، پنځه تولې سره زر او دوه لکه ۶۰۰ او ۷۰ نغدې افغانیو ترڅنګ، ګڼ شمېر د خرڅلاو وړ توکي له غلا کوونکو څخه ترلاسه شوي او خپلو مالکينو ته سپارل شوي دي.»

طاهر احرار پژواک ته وويل، د خوست امنيه قوماندانۍ اړوند له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مديريت د تېرو شپږو مياشتو په جريان کې ۲۲۶ کسان د نشه‌یي توکو د پېر او پلور په تور نیولي دي.

هغه وويل، له نیول شوو کسانو سره ۹۶ کيلوګرامه چرس، دوه کيلوګرامه شيشه، ۸۸۰ لېتره او ۲۰۰ کیلوګرامه اسیتون او ۲۶۱۲۰ بېلابېل تابلېت هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.

احرار زياته کړه، په ياده موده کې پوليسو د الکولو د پروسس يوه کارخونه د ۱۰۵ لېترو الکولو سره یو ځای له منځه وړې ده.

هغه وايي: «په یاده موده کې د نشه‌یي توکو ضد مدیریت منسوبینو ۳۵۴ پر نشه‌یي موادو روږدي کسان د دغه ولایت له مختلفو مربوطاتو راټول کړي او د تداوۍ په موخه یې د معتادینو روغتون ته انتقال کړي دي.»

د امنيې قوماندانۍ وياند زیاته کړه چې په تېرو شپږو مياشتو کې ۴۰۳ مستحق او اړمن سوالګر د ښار له بېلابېلو سیمو راټول شوي او له تشخیص وروسته مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

د احرار په وينا، د تېر کال په پرتله روان کال د امنيتي منسوبينو په هڅو د جنايي پېښو شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی او لا هم هڅې روانې دي چې په دغه ولایت کې د جنایي جرمونو کچه نوره هم ټیټه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.