پاراخ (پژواک ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳): د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر اعلان کړی چې د پانګونې د جذب، اقتصادي ودې او د ګرځندوی صنعت پراختیا په موخه په دغه ولایت کې د صنعتي پارکونو جوړولو لپاره د ۵۰۰ جریب ځمکې پر تثبت او طرحې کار پیل شو.
د پنجشېر د رسنیو دفتر خبرپاڼه کې راغلي، د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې، په پنجشېر کې هم پر پنځه سوه جریب ځمکې د صنعتي پارکونو جوړولو پر طرحې کار پیل شوی دی.
سرچینې د یاد اقدام موخه د پانګونې جذب، اقتصادي وده او د ګرځندړوی صنعت پراختیا وبلله.
خبرپاڼه کې راغلي، د پنجشېر ولایت رهبري د یادې موضوع په اړه په یوه ناسته کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غیررسمي ځمکو له رییس مولوي عبدالصمد پاڅون او د دغه وزارت له تخنیکي ټیم سره خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د یادې ناستې اصلي هدف د ولایت په کچه د صنعتي پارکونو لپاره د پنځه سوه جریب ځمکې تثبیتول و.
د یاد ولایت والي حافظ محمداغا حکیم ټینګار وکړ چې د پنجشېر محلي اداره د هرې هغې پروژې ملاتړ او هرکلی کوي چې د خلکو او د هېواد د اقتصاد په ګټه وي.
خبرنامه کې راغلي، د کرنې وزارت د غیررسمي ځمکو رییس مولوي عبدالصمد پاڅون د صنعتي پارکونو جوړولو لپاره د پنجشېر د رهبرۍ له ملاتړه هرکلی کړی او ویلي یې دي، د یادې پروژې لپاره باید
ژر تر ژره ځای وټاکل شي.
په پای کې د پنجشېر والي د کرنې ریاست او نورو اړوند بنسټونو ته لارښوونه کړې چې د اړتیا وړ ځمکو ټاکلو برخه کې جدي هڅې وکړي.
د پنجشېر د رخې ولسوالۍ یوه قومي مشر محمدامین د صنعتي پارکونو جوړېدو په اړه وویل: «د صنعتي پارکونو جوړېدل به نه یوازې د پنجشېر، بلکې د افغانستان ټولو خلکو ته ګټه ورسوي. دا پروژه د پنجشېر د خلکو پر اقتصاد مثبت اغېر لري او هغوی ته د کار زمینه برابروي. موږ په پنجشېر کې د هرې ودانیزې پروژې هرکلی کوو.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP