میدانښار (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳): د میدانوردګو ولایت په مرکز میدانښار کې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د سوېلي ولایتونو د مسافر وړونکو موټرو لپاره د ترمينل د لومړي فاز جوړولو چارې پیل شوې.
د میدانوردګو ولایت مقام په خپرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژې کار نن د ځینو لوړپوړو چارواکو په شتون پیل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ترمینل پر ۴۰ جریب ځمکه د ۲۳.۹ میلیون افغانیو په لګښت جوړیږي چې په لومړي فاز کې احاطوي دېوال او دروازې شامل دي او د دویم فاز جوړولو چارې به یې راتلونکی کال د ۴۵ میلیون افغانیو په لګښت پیل شي.
په یادو مراسمو کې د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست ملا حمدالله اخندزاده ویلي چې په دې اقتصادي پروژه کې به زرو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړې چې د ا.ا د مشرتابه له لوري د هېواد په کچه ۲۳ زره جریب ځمکه او کافي بودجه دوی ته په واک کې ورکړل شوې چې د ځمکې د انتقال چارې یې هم ترسره شوې او په کوم ولایت کې چې اړتیا وي، ترمینلونه جوړیږي.
د هغه په خبره: «دا یوه لویه اقتصادي پروژه ده چې شاوخوا ۲۰۰ موتر به په کې پارک کېږي او ۱۰۰۰ کسانو به په مستقم او غیرمستقم ډول کاري فرصتونه هم برابر شي.»
په همدې حال کې، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني ویلي، پلان لري چې راتلونکی کال په هېواد کې د نیمکړو رغنیزو پروژو چارې بشپړې کړي.
په یادو مراسمو کې د چارو ادارې لوی رییس شیح نورالحق انور ویلي: «د هېواد د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ برخه کې ډېر کارونه روان دي او په راتلونکي کې هم پراختیایي پلانونه لرو چې په پلي کېدو سره به یې په هېواد کې بېروزګاري او بېوزلي ختمه شي.»
د میدانوردګو والي قاري بختیار معاذ او د علماوو شورا رییس شیخ عبدالهادي فضلي هم پر دې پروژه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دې پروژې په پلې کېدو سره به د دغه ولایت د خلکو په اقتصاد کې بدلون راشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP