کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره په ليدنه کې ویلي چې په هېواد کې د فرهنګي میراثونو ساتنه د افغانانو او نړۍوالو ګډ مسوولیت دی او په دغه برخه کې باید له افغانستان سره مرسته وشي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د اروپايي ټولنې له نوې شارژدافیرې بوسکوویچ پوهار ویرانیکا او مل پلاوي سره وکتل.
سرچينې لیکلي، په دې ناسته کې دواړو لورو د فرهنګي میراثونو پر ساتنې، د يادو آثارو ارزښت او په دې اړه پر عامه پوهاوي خبرې وکړې.
خبرپاڼه کې راغلي، خیرخواه د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې د اروپايي ټولنې له همکارۍ مننه وکړه او په دې برخه کې یې د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړې، د فرهنګي میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده، بلکې دا د نړۍ د ټولو وګړو ګډ مسوولیت دی چې له افغانستان سره په دې برخه کې بشپړه مرسته وکړي.
یاد وزارت لیکلي، په پای کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې بوسکوویچ پوهار ویرانیکا د افغانستان د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.