کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳): تېره ورځ، غزه کې د اسرائیل په بریدونو کې د پنځو ماشومانو په ګډون ۴۹ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي ځواکونو تېره ورځ د غزه د المواسي په نوم «خوندي زون» کې د فلسطینیانو پر خیمو بریدونه کړي دي.
سرچينې د روغتيايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په یادو بریدونو کې د پنځو ماشومانو په ګډون ۴۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، په تېر څه باندې یو کال کې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۴۵۸۸۵ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۰۹ زره نور ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP