Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیمروز کې د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل او سمنګان کې یوه پروژه ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

زرنج، ایبک (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳): ځايي مسوولین وايي چې د ۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت د نیمروز د هوايي ډګر د سرحدي قرارګاه ودانۍ جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د سمنګان – بغلان پر لویه لار د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شو.

د نیمروز د والي مرستیال مولوي تورجان احمدي د دغه ولایت د هوايي ډګر د سرحدي قرارګاه ودانۍ جوړېدو د پیل په مراسمو کې وویل دغه ودانۍ د هوايي ډګر کارکوونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د کورنیو چارو وزارت له لوري د ۲۳ میلیون په ارزښت جوړیږي.

دغه راز، د نیمروز د هوايي ډګر امر الجاج ملا محمدابراهیم زنداني وویل، دغه وداني په دوو پوړونو کې جوړیږي چې ۲۰ خونې او په عصري تشنابونو سمبال ۳ دهلیزونه به ولري او چارې به یې په یوه کال کې بشپړې شي.

د دغه ودانۍ د جوړېدو کال په داسې حال کې پیلیږي چې څه موده مخکې د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی د زرنج ښار د هوايي ډګر فعالولو او او د هغه ستونزو ته د رسېدو لپاره دغه لایت ته سفر کړی او له یاد هوايي ډګره یې لیدنه وکړه.

دغه راز، سمنګان کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت پر عمومي لاره د څه باندې ۷ میلیون افغانیو په لګښت د یوه جومات جوړېدو چارې بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني وویل چې دغه جومات د سمنګان د مخکني او د هلمند د اوسني والي مولوي عبدالرحمن کندوزي په مالي ملاتړ او د ارشاد حج او اوقافو وزارت په همکاری جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې یاد جومات پر ۳۶۰ مترمربع ځمکه په یوه پوړ کې جوړ شوی چې د نارینه‌وو او ښځینه‌وو لپاره ځانګړي تشبانوبه، د اوداسه او لمانځه ځایونه لري.

رحماني وویل چې دغه جومات د څه باندې ۷ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.