Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روان کال بامیان کې لسګونه بېلابېل کانونه کشف شوي

بامیان (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳): د بامیان ځایي مسوولین وایي چې د روان کال په ترڅ کې دغه ولایت کې لږ تر لږه ۶۹ بېلابېل کانونه کشف شوي دي.

د بامیان د کانونو او پټرولیم رییس مولوي نعمت‌الله عباس پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ریاست د څېړنو او ترسره شو سروې‌ګانو له مخې دغه ولایت کې د روان کال په ترڅ کې لږ تر لږه ۶۹ بېلابېل کانونه کشف شوي دي.

نوموړي وویل، دغو کانونو کې د اوسپنې، د ډبرو سکرو، مس، سرب، جست، تنګسټن، سیماب، سلفر، باریټ، ګچو، پولیمیټال، انتي‌موني او زینتي او قیمتي ډبرو کانونه شامل دي چې د شیبر، سیغان، کهمرد، یکه‌ولنګ ۱ او ۲ نمبر ولسوالیو کې کشف شوي دي.

هغه وویل، د دغو ۶۹ کشف شوو کانونو له ډلې یوازې ۱۷ کانونه چې د ډبرو سکاره، سرب، جست، د تراورټن او تعمیراتي ډبرو کانونه دي، فعال دي او په کې د سیمې لسګونه اوسېدونکي پر کار بوخت دي.

د عباس په خبره، د بامیان د کانونو ریاست هڅه کوي چې له اړوند وزارت سره په همغږۍ د کشف شو کانونو د استخراج زمینه برابره کړي څو له دې لارې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه دغه‌ راز وویل چې د یکه‌ولنګ ۱ او ۲ نمبر ولسوالیو د بېدک، اسپې میدان او سرخ بومک سیمو د سرب او جست کانونه چې د ۱۸ کیلومتره مساحت کې په ۷ بلاکونو تقسیم‌بندي شوي، د کانونو وزارت له خوا به ډېر ژر داوطلبۍ ته وسپارل شي.

د یکه‌ولنګ ۱ نمبر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالواحد وویل چې د سیمې د اوسېدونکو عمده ستونزې بې‌وزلي او بې‌کاري ګڼل کېږي او اړوندې ادارې دې هڅه وکړي څو د دغو کانونو په استخراج سره د سیمې اوسېدونکو ته چې ډېر مستحق دي، د کار زمینه برابره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.