کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت د خپل هېواد امنیت او ثبات د سیمې له امنیت او ثبات سره تړلی بولي او خپلې ملي ګټې د سیمې په امنیت کې ویني.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رياستالوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر یادې څرګندونې د چيچنيا د علومو اکاډمۍ ریيس عمروف جمبولات او پلاوي سره په لیدنه کې وکړې.
خبرپاڼه کاږي، دغه پلاوی د چیچنیا د ولسمشر او د روسیې فدراسیون په رسمي استازولۍ افغانستان ته راغلی دی.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال په دغه لیدنه کې وويل، اسلامي هېوادونه له افغانستان سره دیني، فرهنګي او ټولنیز مشترکات لري او هيله ده د دغو مشترکاتو پر اساس متقابلې اړيکې پراخې شي.
ده ویلي، روسیه په افغانستان کې د زېربناوو رغونې ښه تجربه لري او هیله ده چې دغه هېواد د افغانستان په بیارغونه کې ښه ونډه واخلي.
دی زیاتوي، اسلامي امارت د خپل هېواد امنیت او ثبات د سیمې له امنیت او ثبات سره تړلی بولي او خپلې ملي ګټې د سیمې په امنیت کې ویني.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تعامل غوښتونکی دی خو هېڅکله په اسلامي او ملي ارزښتونو معاملې ته چمتو نه دی.
د خبرپاڼې په حواله، په دغه لیدنه کې د چیچنیا د علومو اکاډمۍ ریيس افغانستان ته په خپل سفر خوښي ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د علمي، دیني او فرهنګي اړیکو د پراختیا او اقتصادي همکاریو پر پيل ټینګار کړی.
هغه وویل، هڅه کوي د افغانستان او روسیې د اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت رول ولوبوي او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکي پراخې او همکارۍ زیاتې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP