Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ګوزڼ تازه پېښه ثبت شوې

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳): پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د یوې تازه پېښې په ثبتېدو سره پر دغه ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ۷۰ ته ورسېد.

امریکا غږ ډېوه راډیو پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې په کراچۍ ښار کې د پولیو د یوې بلې پېښې په ثبتېدو سره په پاکستان پر ګوزڼ د اخته ماشونو شمېر ۷۰ ته ورسېد.

وي‌اواې‌ډېوه د پاکستان د پولیو د مخنیوي پرواګرام له قوله لیکلي: «د سیند صوبې په کراچۍ ښار کې د پولیو یوه بله پېښه مخې ته راغلې ده چې دې سره په تېر کال کې دغه هیواد کې د پولیو د رامنځته شو پېښو شمیره ۷۰ ته رسېدلی دی.»

سرچینې لیکلي چې د عامې روغتیا ملي ادارې د روانې جنورۍ میاشتې پر نهمه په کراچۍ کې د يوه ماشوم په وینه کې د پولیو ويروس تایید کړی دی.

سرچینې زیاته کړې: «د دغه هلک د وینې نمونه د ډسمبر پر ۲۱مه لابراتوار ته استول شوې وه نو ځکه دا پېښه په ۲۰۲۴ کال کې حسابوي.»

د راپورونو له مخې، تېر ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ۶۹ پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۲۷) په بلوچستان، ۲۱ په خېبرپښتونخوا، ۱۹ په سیند او یوه – یوه پېښه په پنجاب او اسلام اباد کې ثبت شوې چې له تازه پېښې سره په دغه هېواد کې د یادو پېښو شمېر ۷۰ ته لوړ شو.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ پېښې په کې ثبتېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.