Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نورستان په یوه کان کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

پارون (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳): د نورستان امنیه قومنداني وایي، پرون د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې په یوه کان کې د چاودنې له امله یوه کان‌کیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د نورستان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند غلام‌رحمان حیدري پژواک اژانس ته وویل چې دغه پېښه پرون ماسپښین ۲ بجې د دغه ولایت دواب ولسوالۍ اړوند ماوي غره کې په یوه کان رامنځته شوې.

ده زیاته کړه، په کان کې د کان‌کیندونکو لخوا «سورنګ» ته له اور ورته کولو وروسته چاودنه شوې چې له امله یې د احسان‌الله په نوم یوه کارګر خپل ژوند له لاسه ورکړی او د شاهدالله په نوم بل کارګر ټپي شوی.

حیدري وویل چې امنیتي ځواکونه سیمې ته پر وخت رسېدلي او ټپي یې د دواب روغتون ته لېږدولی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.