کابل (پژواک ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳): د پاکستان د پوهنې او روزنې وزیر ویلي، اسلامي امارت ته یې په دغه هېواد کې په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدهکړو» په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
ټاکل شوې چې په اسلامي ټولنو کې د نجونو زدهکړو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان دغه غونډه سبا او بل سبا (د جنوري ۱۱مه او ۱۲مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې جوړه شي چې موخه يې د مېرمنو پر وړاندې شته ننګونو او فرصتونو څېړل او په ګوته کول دي.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هېواد د پوهنې او روزنې وزیر خالد مقبول صدیقي په یوه غونډه کې ویلي چې په یاد کنفرانس کې د ګډون په موخه لا دمخه افغانستان ته رسمي بلنه استول شوې ده.
هغه په یاده غونډه کې د اسلامي امارت د استازو ګډون ته هیلهمندي ښودلې او ټینګار یې کړی: «په اسلام کې د ښځو د زدهکړو محدودولو لپاره هیڅ توجیه نشته.»
صدیقي زیاته کړې چې د یادې غونډې مشری د غه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف کوي او د کنفرانس کلیدي وینا به د نوبل جایزې ګټونکې او په نړۍواله کچه د نجونو د تعلیم په برخه کې پېژندل شوې څېره ملاله یوسفزۍ وکړي.
دغهراز هغه ویلي چې په دې غونډه کې به د اسلامي هېوادونو مشران، پاليسۍ جوړوونکي، ډيپلوماتان، ديني عالمان، پوهان او کارپوهان ګډون وکړي.
د پاکستان د پوهنې او روزنې وزیر ویلي، تر دې دمه ٥٧ هېوادونو ته بلنه لېږل شوې چې د ٤٨ هېوادونو له خوا تاييد شوې ده.
خو اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP