Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د وزیر محمداکبر خان د کرکټ دویمه درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، په کندهار، خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د وزیر محمداکبر خان د کرکټ دویمه درجه ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ نن پیل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې نن پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، د دغو سیالیو په لړ کې نن فاریاب د ننګرهار له لوبډلې سره، کندهار د میدان‌وردګ له لوبډلې سره، د مس عینک لوبډله د امو زون له لوبډلې سره او د کونړ لوبډله بیا د لوګر لوبډلې سره لوبه ترسره کوي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ چې نن پیل شوې د کندهار، خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو د کرکټ لوبغالو کې ترسره کېږي او شاوخوا شل ورځې به دوام ولري.

کرکټ بورډ ویلي، د وزیر محمداکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو غوره او ځلېدونکي لوبغاړي به د وزیر محمداکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لاره مومي.

سرچینه وایي چې دغه سیالۍ پنځوس اووریزه دي چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه په کې ۴۰ لوبډلې ګډون لري، دغه لوبډلې په اتو ګروپونو وېشل شوې او هره لوبډله به څلور لوبې ترسره کړي.

د یادونې ده، د یادو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به د وزیر محمداکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.