کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳): د غزې روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د غزې پر تړانګه د اسرائیلو بریدونو کې ۳۲ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې چې تر اوسه دوام لري.
د امریکا غږ د راپور له مخې، د غزې د روغتیا وزارت تېره ورځ ویلي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د غزې پر تړانګه د اسرائیل په بریدونو کې ۳۲ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
راپور کې راغلي، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له اکتوبر راهیسې د اسرائيل بریدونو کې د ټولو وژل شوو کسانو شمېر ۴۶ زره او ۵۳۷ ته رسېدلی دی.
د غزې د روغتیا وزارت دغه راز ویلي چې په دې موده کې ۱۰۹ زره او ۵۷۱ تنه ټپیان شوي هم دي.
د امریکا غږ د یوه بل راپور له مخې، د اسرائیلو پوځ تېره ورځ وویل چې څلور سرتېري یې د غزې په شمال کې په جګړه کې وژل شوي دي.
د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې جګړه د غزې په شمال کې د جبالیا ښارګوټي سره نږدې شوې چې په کې دوه سرتېري "سخت" ټپيان او د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
د راپور د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکټوبر له اوومې راهیسې چې په غزه کې د حماس پر ضد د اسرائیلي ځواکونو جګړه پیل شوې، تر دې دمه د اسرائیلو ۴۰۳ سرتېري وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP