کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳): کابل کې د ترکیې سفارت وايي چې د افغانستان د خلکو لپاره یې د هېواد ۷۲۴ ټنه نوره بشري مرسته هرات ته رسېدلې ده.
په افغانستان کې د ترکیې سفارت تېره شپه (شنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، یاده مرسته کې د بېوزلو افغانانو لپاره درمل، خوراکي او نور د اړتیا وړ توکي شامل دي.
یاد بنسټ زیاته کړې، دغه مرستې به په راتلونکو ورځو کې د افغانستان ۳۴ ولایتونو کې ووېشل شي.
د یاد سفارت په وینا، دغه مرستې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د دغه هېواد د غیردولتي سازمانونو له خوا شوې دي.
سرچینې لیکلي: «د نېکۍ رېلګاډي د سفر له لارې چې د افغانستان له خلکو سره د ترکیې د خلکو د ملاتړ سمبول دی، تل به د اړتیا په وخت کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ وي، لکه څنګه چې تل و.»
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر (اوچا) ویلي وو چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې به ۵،۸ میلیون افغانان سرپناه او خوراکي توکو ته بېړنۍ اړتیا ولري.
تازه اسپانیا هم د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره یو میلیون یورو مرسته کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP