Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د «اتفاق نوین» په نوم یوې اېف‌اېم راډیو ازمایښتي خپرونې پیل کړې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د «اتفاق نوین» په نوم یوې نوې خصوصي اېف‌اېم راډيو په دغه ولایت کې خپلې ازمايښتي خپرونې پیل کړې دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي پژواک خبري اژانس ته وويل، د اتفاق نوین په نوم یوې خصوصي راډیو تازه دغه ولایت کې خپلې ازمایښتي خپرونې پیل کړې دي.

هغه وویل، ننګرهار کې د رسنیو لپاره کاري چاپېریال ورځ تر بلې ښه کېږي او رسنۍ هم پرته له سانسوره خپلو خپرونو ته دوام ورکوي.

ورته مهال، د یادې راډیو مسوولین وايي، د هېواد د ابادۍ او د هېوادوالو د هوساینې لپاره به هڅه کوي.

اتفاق نوین راډيو د خپرونو مدیر تسل احمدزي وویل، اوسمهال یې یوازې ازمايښتي خپرونې پیل کړې چې د یوې ښځينه کارکوونکې په ګډون اووه کسان په کار ورسره بوخت دي.

د یادولو ده، اوسمهال ننګرهار کې تر لسو ډېرې راډیوګانې فعالې دي چې لسګونه کسان په ‌کې کار کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.