کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان بانک وايي چې کافي مالي سرچینې په واک کې لري او د اړتیا په صورت کې د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د افغانۍ او نورو اسعارو اړتیاوې پوره کوي.
دا په داسې حال ده چې په دې وروستیو کې د افغانۍ پر وړاندې د امریکایي ډالر بیه لوړه شوې ده.
د افغانستان بانک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې دغه بانک د هېواد پولي بازارونه په دقیقه توګه ترنظر لاندې لري او د بیو ثبات او د مبادلې د نرخ ثبات لپاره اړین ګامونه پورته کوي.
د خبرپاڼې په حواله، د هېوادوالو د ډاډ لپاره یادونه کېږي چې د افغانستان بانک کافي مالي سرچینې په واک کې لري او د اړتیا په صورت کې د پولي بازارونو او د مالي بنسټونو د افغانۍ او نورو اسعارو اړتیاوې پوره کوي.
د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، نن یکشنبه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومې میاشتې ۲۳ مه د یوه امریکایي ډالر د پلور بیه ۷۴،۰۵ افغانۍ او د پېریدلو بیه یې ۷۳،۸ افغانۍ ده.
د یادونې ده چې د افغانستان بانک نن د داوطلبۍ له لارې ۱۶ میلیون امریکايي ډالر هم لیلام کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP