کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې له یوه شرکت سره یې په هرات ولایت کې د دوو ذخیروي بندونو د جوړولو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد هوکړهلیک کابل کې د یاد وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور او د «اسحاق سدیس» شرکت رئيس محمدحسین عثماني ترمنځ لاسلیک شو.
سرچینې زیاته کړې، یاد شرکت به په هرات ولایت کې د «تذربید» او «واخل» ذخیروي بندونو د سروې، ډیزاین او ودانیزو چارې پلې کړي.
د معلوماتو له مخې، دغه بندونه د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې موقعیت لري.
خو سرچینې د دغو بندونو د جوړولو لګښت او د بشپړېدو وخت په اړه معلومات نه دي ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP