Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزارشریف، پل‌علم (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳): امنیتي مسوولین وايي چې په بلخ او لوګر ولایتونو کې دوه کسان وژل شوي دي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د مزارشریف ښار نهمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یو کس د خپلې مېرمنې او دوه زامنو له لوري د تبر په ذریعه وژل شوی دی.»

خبرپاڼه زیاتوي چې د پېښې لامل څرګند نه دی خو درې واړه مظنونین (مېرمن او دوه زامن یې) د امنیتي کسانو له لوري نیول شوي دي.

دغه راز، د یو بل خبر له مخې، د لوګر عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسوول فهیم‌الله لودین پژواک ته وویل چې تېره ورځ د دغه ولایت په مرکز کې د یوه کس جسد موندل شوی دی.

هغه وايي، دغه کس چې شاوخوا ۴۰ کاله عمري لري، په مرموز ډول وژل شوی دی.

نوموړي وویل، له یاد کس سره هیڅ ډول اسناد شتون نه لري چې ثابت شي د کومې سیمې اوسېدونکی دی.

لودین زیاته کړه، د دغه سړي جسد د مرکز پل‌علم ښار له «قصابانو» سیمې څخه ترلاسه شوی او د پېژندنې لپاره د لوګر ولایت عدلي طب ته استول شوی دی.

د یادونې ده چې څه موده مخکې د لوګر ولایت په بره‌کي‌برک ولسوالۍ کې هم د یوه کس مړی موندل شوی و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.