پلخمری (پژواک، ۲۵ مرغومز ۱۴۰۳): بغلان کې د پنځو ولایتو د ۸۰ چاپاندازانو ترمنځ د وزلوبې دوه ورځنۍ سیالي د پهلوان بشیر لخوا هدف ځای ته په رسېدو پای ته ورسېدې.
د بغلان وزلوبې فدراسیون ولایتي مسوول حاجي سردارخان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د پنځو ولایتونو ، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان د ۸۰ چاپاندازانو ترمنځ د وزلوبې دوه ورځنۍ سیالۍ نن ماښام پای ته ورسېدې.
ده وویل :« دغه دوه ورځنۍ سیالۍ چې اصلي موخه یې راتلونکو ټورنمنټونو ته د پهلوانانوچمتوالی و، د تېرې ورځې وروستی میدان یې پهلوان دادالله دحاجي ګل جان احمدزي د اس پرسورلۍ تر لاسه کړ، د نن وروستی ورځې سیالي بیا پهلوان بشیر مسعود، د حاجي عزیز سمنګاني د اس پرسورلۍ ټاکلي ځای ته په رسولو پای ته ورسېده »
د دغه سیالۍ یو تن ګډونوال پهلوان اجمل وایي، ښه اس اوت کړه چاپانداز کولای شي تر ټولو ښه لوبه وکړي خو ځینې اسونه کمزوري وي، په لوبه کې ګډون کوي خو چاپانداز ته یې پرې هدف ته رسېدل سخت وي.
وزلوبه په افغانستان کې پخوانۍ مخینه لري چې ډېری د هېواد په شمالي ولایتونو کې ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP