Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېرو درېیو میاشتو کې په دولتي او خصوصي سکټورونو کې څه باندې ۳۱ زره کسان پر دندو ګومارل شوي

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د روان لمریز کال په تېرو درېیو میاشتو کې ۲۱ زره ۵۶۷ کسان په دولتي او ۹۸۰۹ کسان په خصوصي سکټورونو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت د روان ۱۴۰۳ کال په درېیمه ربعه کې د کار ۳۳۲۰۰ جوازونه وېشلي او له دې لارې یې عواید راټول کړي دي.

خو سرچینې د راټول شوو عوایدو کچې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

خبرپاڼه کاږي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ارقام ښيي چې ۲۱ زره ۵۶۷ کسان په امارتي سکټور، ۹۸۰۹ هېوادوال په خصوصي سکټور کې پر دندو ګومارل شوي او همدارنګه ۱۹۲۰ بهرنیو وګړو هم د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.

د خبرپاڼې په حواله، د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په درېیو ربعو کې د کار د وېشل شوو جوازونو شمېر ۹۰۲۳۱ ته رسېږي.

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت توانېدلی چې په تېرو درېیو میاشتو کې د کارموندنې نهه فعال خصوصي شرکتونه و ارزوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د بشري منابعو لوی ریاست د شمېرو له مخې، په تېره ربع کې د کارموندنې خصوصي شرکتونو ته ۴۴۶۱ کسانو مراجعه کړې چې له ډلې یې ۲۵۶۹ کسان دولتي او خصوصي سکټورونو او مؤسسو ته معرفي شوي چې ۱۷۸۰ کسانو دندې هم ترلاسه کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.