کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو د ۱۴ نور افغان بندیانو د ازادېدو خبر ورکړی.
یاد وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغانان تېره ورځ بېرته افغانستان ته راستانه شول.
سرچینې د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت له قوله زیاته کړې چې دغه کسان د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پاکستان د بلوچستان ایالت په نوشکی سیمه کې نیول شوي وو.
د سرچینې په حواله، یاد شمېر افغان بندیان ۱۵ ورځې بندیان وو او هېواد ته په راستنېدو سره د همکارو بنسټونو له لوري ورسره بشري مرستې وشوې.
د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې مرغومې میاشتې په ۲۳مه هم د پاکستان له بندخونو ۲۱ افغان بندیان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شول.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول زیات شوي او دا لړۍ دوام لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP