کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د نیمروز ولایت په ګمرک کې د څه باندې ۳۲ میلیون افغانیو په لګښت د موټرو لپاره تمځای جوړ شو.
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تمځای په څلور اعشاریه پنځه جریب ځمکه کې جوړ شوی او په یو وخت کې د ۱۳۰ لویو باروړونکو موټرونو د درېدو ظرفیت لري.
خبرپاڼه کاږي، د موټرو په دغه تمځای کې په اساسي ډول کانګرېټاچونه شوې او د ټولو لازمو اسانتیاوو درلودونکی دی چې ورسره به موټرچلوونکو، سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې ګڼې اسانتیاوي برابرې شي.
د خبرپاڼې په حواله، د دې پروژې مالي لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې ورکړل شوی او چارې یې هم د یوه افغاني شرکت له لوري په نهو میاشتو کې بشپړې شوې دي.
د خبرپانې د معلوماتو له مخې، د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د نیمروز ولایت ګمرک د هنګرونو د بیارغولو پروژه هم بشپړه شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP