Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې سلګونه کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ

ایبک (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳): سمنگان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرت‌سلطان او فیروزنخچیر ولسوالیو کې د اوبو رسولو درېیو شبکو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او سلګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

د سمنګان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د پروګرامونو امر مولوي عبدالرحیم قاسم ګټې اخیستنې ته د یادو پروژو سپارلو مراسمو کې وویل، یادې درې شبکې د دغه ولایت د حضرت‌سلطان ولسوالۍ په غزنیګک او کوکه بلاق کلیو او د فیروزنخچیر ولسوالۍ په بورمه کلي کې جوړې شوې دي.

هغه وویل، په یادو درېیو شبکو کې د ۱۰۰، ۱۰۰ او ۱۳۰ مترو په ژوروالي د درېیو څاګانو کيندل، د ۳۰، ۳۰ او ۲۰ مترمکعب ظرفیت په درلودو د اوبو دريېو ذخیرو جوړول، د ۲۴۸ نلکو او ۳۳ سولري تختو نصبول شامل دي.

قاسم څرګنده کړه چې یادې درې پروژې د ناروې په مالي مرسته د ۱۱ میلیون او ۱۳۰ زره افغانیو په لګښت او د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت په همکارۍ پلې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو درېیو پروژو د کار په پيل کې لسګونه ځايي اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې وه او د کار په بشپړېدو یې نږدې ۵۰۰ کورنیو په مستقیم ډول د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی وموند چې لسګونه نورې کورنۍ هم په غیرمستقیم ډول له دغو شبکو ګټه اخلي.

بلخوا، یو شمېر ځايي اوسېدونکي د یادو پروژو پر جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هغوی د څښاکو پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود او د یادو پروژو په جوړېدو یې یوه له څو لومړنیو اړتیاوو پوره شوه.

د حضرت‌سلطان ولسوالۍ د کوکه بلق کلي اوسېدونکی عبدالسلام پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ په سیمه کې د یادې پروژې پلې کېدل ډېره د ارزښت وړ ده؛ ځکه موږ پخوا د څښاک اوبو ته لاسرسی نه درلود خو ډېر خوښ یو چې دلته موږ ته د اوبو رسولو شبکه جوړه شوې او نل‌دواني یې زموږ تر کورونو شوې ده.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.