کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د ټاپ پروژې تخنیکي کمېټې د همغږۍ، د چارو د انسجام او نورو اقداماتو ترسره کولو په موخه ناسته وکړه.
په ټاپ پروژه کې د ترکمنستان له ماري ښاره د پاکستان تر کوېټې پورې د برېښنا ۵۰۰ کیلوولټ مزي لېږد شامل دی. دغه مزی ۷۰۵ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې غځول کېږي.
افغانستان د ترانزیټي ګټې ترڅنګ کولای شي د برېښنا له دغه مزي ۳۰۰ میګاواټه برېښنا هم ترلاسه کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ناسته د یاد وزارت د انرژۍ د مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب په مشرۍ وشوه.
یاد وزارت لیکلي، په دې ناسته کې د ټاپ پروژې په هکله هراړخیز معلومات د یوه پرزنټېشن په ترڅ کې د انرژي د برنامو ریاست د متخصصینو له لوري وړاندې شول.
خبرپاڼه کې راغلي، د نوموړې پروژې د اسنادو، پروپوزلونو او د پرمختګ د وضعیت تر ارزولو وروسته د همغږي، د چارو د انسجام او نورو اقداماتو تر لاس لاندې نیولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.
یاد وزارت په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP