Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزارشریف کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې

مزارشریف (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۳): د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار لومړۍ ناحیه کې د اته میلیون افغانیو په لګښت د ۶۵۰ متره سړک کانکرېټولو چارې پیل شوې.

په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د مزارشریف ښاروالۍ سکټوري رییس جاوېد مایار وویل چې د دغه ښار لومړۍ ناحیې په پسته مزار سیمه کې د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې د شاوخوا ۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.

هغه زیاتوي چې دغه سړک ۶۵۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري چې د جوړولو چارې به یې په راتلونکو پنځو میاشتو کې د یوه خصوصي ساختماني شرکت له لوري بشپړې شي.

دغه راز، د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق وویل چې د هېواد په ابادۍ کې ټول ولس مسوولیت لري او ښاریان باید د پروژو په ساتنه او مراقبت کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

همدارنګه، د یادې سیمې اوسېدونکی رفیع‌الله وایي چې د سړک د خرابوالي له امله د دې سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزه سره مخ دي.

هغه خوښي ښیي چې په سیمه کې یې او د مزارشریف ښار بېلابېلو ناحیو کې د سړک جوړونې پروژې پیل شوې دي.

د مزارشریف ښاروالۍ د مسوولینو په وینا، روان کال د مزارشریف ښار بېلابېلو سیمو کې ۴۳ پراختیایي پروژې پلې کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.