کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، د مشرتابه د حکم له مخې، د اسلامي امارت هيڅ مسوول کس نه شي کولای چې په یوه وخت کې دوه ځايه په رسمي ډول دندې ترسره کړي.
د عدلیې وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبتالله اخندزاده دغه حکم خپور کړی دی.
په حکم کې راغلي، د اسلامي امارت هيڅ مسوول کس هغه که ټيټرتبه وي او که لوړرتبه، نه شي کولای په یوه وخت کې دوه ځايه په رسمي ډول دندې اجراء کړي، لهذا كوم کسان چې دوه ځايه دندې ترسره کوي، د يوه ځای دنده دې پرېږدي.
سرچینې زیاته کړې، دغه حکم د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د غبرګولي میاشتې د لومړی نېټې مطابق په ۱۴۳۲ ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی چې د هېوادوالو د پوهاوي په موخه یو ځل بیا خپرېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP