مهترلام (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۳): د لغمان امنیه قومانداني وایي، د کابل ــ جلالاباد پر لویه لار د موټرو سرعت د کنټرول او ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره ګرځنده پولیس ګومارل شوي دي.
د لغمان د ترافیکو مدیر مولوي حبیبالله مبارز پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لغمان د امنیه قوماندان له هدایت سره سم یې د کابل ــ جلالاباد پر لویه لار د ترافیکي پېښو د مخنیوي ترڅنګ یې د موټرو د سرعت کنترولولو لپاره د پولیسو ګرځنده ټیم رامنځته کړی.
دی د جزییاتو له ورکولو پرته وایي، یاد ګرځنده ټیم ته دنده سپارل شوې څو پر یاده عمومي لار کې د موټرو د سرعت معلومولو ترڅنګ، هغوی ته د عامه پوهاوي چاره ترسره کړي او له سرغړونکو سره د ترافیکي اصولو مطابق قانوني چلند وکړي.
د کابل ــ جلالاباد لارې یوه موتر چلوونکی محمدسردار پژواک اژانس ته وویل، خوښ دی چې پر دغه لویه لار د ترافیکو لخوا د موټرو د سرعت معلومولو لپاره کرځنده ټیم فعال شوی.
دی وایي، باید هغو موټرچلوونکو ته پر دغه لار د تګ راتګ اجازه ور نه کړي چې د موټرچلونې جواز ونه لري.
د یادونې ده چې د کابل – جلالاباد پر لویه تل ډېرې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP