Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسرائیل کابینې غزه کې د اوربند هوکړه تاييد کړه

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د اسرائیل د حکومت کابینې په غزه کې له حماس ډلې سره د اوربند هوکړه منظوره کړه.

د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوه.

د راپورونو له مخې، د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې اسرائیل او حماس په غزه کې د اوربند او یرغمل کسانو خوشي کولو په تړاو هوکړې ته رسېدلي او ټاکل شوې چې اوربند سبا یکشنبې (د مرغومي ۳۰مه) پیل شي.

د امریکا غږ راپور له مخې، دغه هوکړه نن په سیمه‌ییز وخت منظوره شوه.

د اسرائيل او حماس ترمنځ دا تړون، د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب لاسلیک شو او د سبا له ورځې وروسته یې تطبیق پیلېږي چې په ترڅ کې به یې فلسطیني زندانیان له یرغمل شوو سره تبادله کېږي او بیا به د جګړې د دایمي بندېدو شرایط نهايي شي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیې کې د کابینې د پرېکړې اعلان کړی او دا یادونه یې هم کړې چې له سبا به د دې هوکړې تطبیق پیل شي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له اکتوبر راهیسې د اسرائيلو بریدونو کې د ټولو وژل شوو فلسطینیانو شمېر ۴۶ زره او ۵۳۷ ته رسېدلی او په یاده موده کې ۱۰۹ زره او ۵۷۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.