کابل (پژواک، ۲۹ مرغومې ۱۴۰٫): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په خوست کې د یوې مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې له فارغ شوو کسانو غوښتي چې معاصرې زدهکړې هم وکړي څو خلکو ته دیني شعور او فهم په معاصره ژبه ولېږدولای شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې خوست ولایت کې د جامعه مظهر العلوم نيازي د فاضلانو د دستاربندۍ په مراسمو کې کړې دي.
ده ویلي، د اسلامي تاریخ په اوږدو کې مدارس د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو د ترسیخ، د دیني شعور او هویت ساتنې په برخه کې فعال مرکزونه پاتې شوي.
نوموړي د دیني مدارسو له مسوولینو او فارغ شوو فاضلانو غوښتي د وعظ او منبر ژبه نوره هم نرمه او ښایسته کړي، د دیني مکلفیتونو ترڅنګ خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه او فکر ورکړي، له خلکو سره د نبوي اخلاقو په چوکاټ کې چلند وکړي، پر خپل علم عمل وکړي، په خپله برخه کې لا ډېره مطالعه او پرمختګ وکړي.
ده ویلي: «تاسې ته ښه معلومه ده چې اوس د ټکنالوژۍ دور دی؛ کوشش وکړئ چې له معاصرو زدهکړو او اړتیاوو سره هم ځانونه بلد کړئ، څو په واقعي ډول د دین او ولس خدمت وکولای شئ او ولسونو ته دیني شعور او فهم په معاصره او قابل فهم ژبه انتقال کړای شئ.»
اقتصادي مرستیال دغهراز ویلي، د هېواد په کچه د اقتصادي ودې په برخه کې اوسمهال ډېرې مهمې ملي پروژې او کارونه روان دي، د نړۍ له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې شوې، داخلي تولیداتو ته مناسب بازارونه موندل شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP