Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د «پرې ‌شونډو او پرې تالو» ستونزې؛ له روغتیايي ستونزو تر ټولنیزو او رواني اغیزو

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۳): پرې ‌شونډې او پرې ‌تالو دوه مورزادي ستونزې دي چې پرې اخته کسان له روغتیایي ستونزو سربېره، له ټولنیزو او رواني اغیزو يې هم ځوریږي‎، پوهان پر دې باور دي چې د یادو ستونزو درملنه باید یوه بشپړه تګلاره ولري څو په یوه وخت کې روغتیايي، رواني او ټولنیز ابعاد یې په پام کې ونیسي.

افغانستان کې هر کال ډېر شمېر ماشومان له «پرې شونډې‌ او ‌پرې تالو» ستونزو سره نړۍ ته راځي، یادې ستونزې د جنین د ودې په لومړيو پړاوونو کې رامنځته کېږي. د پرې‌ شونډې ستونزه په پورته شونډه کې د یوه چاک په شکل څرګندېږي، په داسې حال کې چې د پرې تالو ستونزه په تالو اغیز کوي او کولای شي چې یو طرفه یا دوه طرفه وي.

په پرمختللو هېوادونو کې په پراخه توګه ترمیمي جراحۍ او تخصصي درملنه د لاسرسۍ وړ ده خو د افغانستان په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې پر دې ناروغیو اخته کسان له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د «پرې شونډو او پرې تالو» روغتیایي ستونزې او لاملونه

روغتیا پوهان وايي، پر یادو مورزادي ناروغیو اخته ډېر کسان د تغذیې او خبرو کولو ستونزو سره مخ دي او په یادې ستونزې ډېری اخته ماشومان نشي کولای چې په سمه توګه شېدې وروي چې دا خپله شاید د خوارځواکۍ او په وده کې د اختلال لامل شي.

د کابل ښار په یوه روغتون کې متخصصه ټرینره ډاکټر ثریا ایزدپناه وايي، پرې شونډې او پرې تالو مورزادي ستونزې دي او اصلي لامل یې تر اوسه څرګند نه دی، خو یادو دوو ستونزو ته ارثي مسایل، نږدې خپلوانو کې ودونه، د ماشومانو شمېر، د مېندو خوارځواکي، د اېکس وړانګو پر وړاندې د مېندو واقع کېدل، د امیندوارۍ پر مهال د درملو اخیستل او په یو شمېرو ویروسي ناروغیو د مېندو اخته کېدل زمینه برابروي.

نوموړې زیاته کړه، باید د پروګرامونو ترسره کولو له لارې عامه پوهاوی وشي او هڅه دې وشي چې د مور په بطن کې د «پرې شونډو او پرې تالو» له ستونزو مخنیوی وشي.

نوموړې څرګنده کړه، ځینې وخت ماشومان د پرې شونډو او پرې تالو ترڅنګ د وریو، غاښونو او د پزې د کوږوالي ستونزې هم لري چې باید په بېلابېلو پړاوونو کې یې درملنه وشي.

ایزدپناه څرګنده کړه چې پرې شونډې او پرې تالو شاید ارثي وي او په یوې کورنۍ کې څو ماشومان پر دې ناروغۍ اخته وي.

د پلاستیکي جراحۍ متخصصې ډاکټرې ناجیه احمدزۍ هم وویل چې پر «پرې شونډه او پرې تالو» ناروغۍ اخته کسان په ټوله کې د ښکلا، روحي او رواني، د خوړو د ژوولو او روولو وړتیا نه درلودلو او تنفسي ستونزو سره مخ وي او د پرې شونډې ماشومانو د جراحۍ تر ټولو ښه وخت له زېږون څخه لس اونۍ وروسته او د پرې تالو د جراحۍ تر ټولو ښه وخت له ۱۰ تر ۱۲ میاشتینۍ پورې دی.

نوموړې زیاته کړه، په ټوله کې د پرې شونډې درې ډوله ناروغان شتون لري او د پرې تالو ناروغان هم درې ډوله دي چې ټول یې په افغانستان کې هم لیدل کېږي او ان د دې امکان هم شته چې یو ناروغ په یوه وخت کې دواړه ستونزې ولري.

احمدزۍ وویل، هغو ناروغانو ته په کتو چې دوی ته مراجعه کوي، د پرې شونډې ستونزه په هلکانو او د پرې تالو ستونزه په نجونو کې ډېره لیدل کېږي.

هغې وویل: «هغه ناروغان چې شونډې او تالو یې پرې دي، هغوی ته له عملیات مخکې مراقبتونه مهم او ضروري دي. عمومي بررسي یې کېږي، د ناروغ وزن باید مناسب وي، وینه یې معیارونه ولري او د دغو مواردو ترڅنګ کومه بله جسمي ستونزه ونه‌لري. له عملیات وروسته مراقبتونو برخه کې یو له زخم مراقبت دی چې باید په سمه توګه پاک شي او په سمه توګه وساتل شي او د ناروغ د تقویې حالت دی.»

ناجیې احمدزۍ زیاته کړه چې په ټوله نړۍ کې د عملیات طریقو بدلون کړی او په افغانستان کې هم یاد عملیاتونه له عصري طریقو سره سم ترسره کېږي.

هغې په خپل پیغام کې وویل چې باید له نږدې خپلوانو سره له واده کولو ډډه وشي، او والدین دې نشه‌يي توکي نه کاروي او خپلې تغذیې ته دې هم پام کوي.

ایا د پرې شونډو او تالو له جراحۍ وروسته د خبرو کولو ستونزې د حل وړ دي؟

د کابل ښار په یوه روغتون کې د پرې شونډو او پرې تالو ناروغانو د خبرو کولو ستونزو د درملنې برخې مسوول ډاکټر محمداصف جبارخېل وايي چې ناروغان له عملیات وروسته په خبرو کې له ستونزو سره مخ وي او له ارزونو وروسته تشخیصېږي چې ستونزه یې په کومه کچه ده، له ناروغانو سره له دوه تر درېیو اونیو هره ورځ له ۴۰ دقیقې تر یوه ساعته خبرې کېږي او هغوی ته سپارښتنه کېږي چې په کور کې هم خپل تمرینونه ترسره کړي.

د هغه په وینا، له هغه وروسته ناروغانو ته له یوې تر درېيو میاشتو وخت ورکول کېږي چې تمرین وکړي او درې میاشتې وروسته بیا ارزول کېږي چې په کوم حالت کې دي او که بدلون په کې نه وي راغلی دویمې برخې ته به وروپېژندل شي.

نوموړی وايي، په دویمه برخه کې بیا له جراح ډاکټرانو سره په سلا د ناروغانو درملنې ته دوام ورکوي او د خبرو ستونزو حل لپاره به یوه اوږده پروسه وي.

رواني او ټولنیزې اغېزې

ارواپوهان وايي چې د پرې شونډې او پرې تالو ستونزه د جسمي ستونزو سربېره د شخص پر روان هم ژور اغیز لري او ځینو مواردو کې پر یادو ستونزو اخته کسان د خپل متفاوت ظاهر له امله له سپکاوي او تبعیض سره مخ کېږي چې دا مسله ممکن پر نفس د باور کمېدو او انزوا لامل شي.

ارواپوه عبدالجلیل امرخیل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دریمې نړۍ په هېوادونو کې ډېری وخت د پرې شونډو او پرې تالو ناروغانو ته په سپکه سترګه کتل کېږي او دغه موضوع د رواني ستونزو، اضطراب، ژورخفګان او عاطفي ستونزو لامل ګرځي.

نوموړي زیاته کړه: «کله چې څوک له هغوی سره نه کیني، ورسره خبرې نه کوي، ډوډۍ ورسره نه خوري، ورسره ملګري کېږي نه، هغوی فکر کوي موږ یوه کمي لرو او معیوب یو او دغه احساس د ناورغان د ګوښه‌والي لامل کېږي او ګوښه‌والی د ژورخفګان لومړنۍ نښه ده.»

د هغه په وینا، کله چې دغه کسان فکر کوي چې نور خلک هغوی ته ارزښت نه ورکوي، هغوی هم ځان ته ارزښت نه ورکوي او دغه ارزښت نه ورکول د بې‌جرعتۍ او په پرېکړه نیولو کې د ناتوانۍ لامل کېږي.

یوې بلې ارواپوهې سوریا یوسفي هم وویل، هغه ماشومان چې د پرې شونډې او پرې تالو ستونزه لري ډېری په خپل وجود کې د دې ستونزې له امله نه‌شي کولای په ټولنه کې واوسې؛ ځکه په ځینو مواردو کې له سپکاوي سره مخ کېږي.

هغه وویل چې دا ډول ماشومان د ټولنیزو اړیکو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د دې ترڅنګ اعتماد پر نفس یې هم ټیټېږي.

هرات کې د یوه پرې شونډې ماشوم پلار محمد نادر وایي: «زوی مې د پرې شونډو ستونزه لرله که څه هم درملنه یې وشوه؛ خو تر اوسه یې پر مخ اثرات معلومېږي، زموږ ګاونډویان او زما د زوی هم‌زولي ټوکې پرې کوي، نو له دې کبله زما زوی ډېری وخت د ماشومانو لوبو لپاره له کوره بهر هم نه وځي.»

د پرې شونډو او پرې تالو د درملنې ستونزې او هڅې

په داسې حال کې چې په لویو ښارونو کې د ترمیمي جراحیو درملنې لپاره امکانات شته، خو په ځينو لرې پرتو سیمو کې دا امکانات نشته، کورنۍ باید ډېره لاره ووهي او د خپلو اولادونو د درملنې لپاره باید ډېر لګښت وکړي.

دغه‌راز، دې وروستیو کلونو کې یو شمېر نادولتي او نړۍوالو بنسټونو هڅه کړې څو د وړیا جراحي خدماتو او عامه پوهاوي پروګرامونو په وړاندې کولو سره د دغه ډول ماشومانو د وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

د کیور روغتون د پلاستیکي جراحۍ ډیپارتمنټ مسوول ډاکتر سیدالفت هاشمي پژواک ته وویل چې د پرې شونډو او پرې تالو د وړیا درملنې پروژه له ۱۷ کلونو را پدېخوا پیل شوې او د افغانستان له ټولو ولایتونو ناروغان دغه روغتون ته راځي.

هغه وویل، هغه ناروغان چې د روغتونونو او بېلابېلو موسسو له لارې کیور روغتون ته مراجعه کوي، په لومړي سر کې ثبتیږي او بیا د طبقه‌بندۍ له مخې په نوبتي ډول عملیاتیږي.

هغه وویل چې د دغه پروګرام له پیله تر اوسه پورې ۱۵ زره کسان عملیات شوي او په ۲۰۲۴ کال کې ۱۰۵۰ کسان عملیات شوي چې ډېری یې ماشومان دي.

د هغه په خبره، په لومړیو کې خلکو داسې فکر کاوه چې دا ناروغي «الهي افت» دی او د درملنې په صورت کې ممکن نورې ستونزې پېښې شي، خو د وخت په تېرېدو سره دا موضوع حل شوه او اوس خلک د درملنې لپاره مراجعه کوي.

ډاکټر هاشمي وویل چې په هېواد کې له سیاسي بدلون مخکې ډېری د مرکزي ولایتونو خلک راتلل، خو اوس امنیت ټینګ شوی له ټولو ولایتونو څخه د خلکو د مراجعې کچه لوړه شوې ده.

عیسی انوري چې خپل ۱۹ کلن زوی رضا يې له هراته د درمنلې لپاره کابل ته راوستی، وایي: «زوی مې پر پرې شونډه او پرې تالو اخته دی، په کوچنیوالي کې مې ډاکټر بیولی و، خو ډاکټر ویلي وو چې باید عمر یې ډېر شي؛ ځکه کمزوری دی.»

نوموړی په وړیا ډول د دې ناروغۍ د درملنې د زمینې له برابرېدو خوښ دی.

د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ یو اوسېدونکی زهیرالله ناصري وایي چې دوه ناروغان یې د عملیات په موخه روغتون راوستي دي چې له همدې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړی وایي چې په وړیا ډول د دې ناروغۍ د درملنې د زمینې له برابرېدو خوښ دی.

ورته مهال، ۲۳ کلن ناروغ قدرت‌الله چې له بدخشانه د پرې شونډې عملیات لپاره راغلی، وایي چې وضعیت یې له پخوا ښه دی کومې ستونزې یې چې مخکې لرلې اوس حل شوې دي.

وموغوښتل چې د پرې شونډو او پرې تالو ناروغانو د شمېر، په اړه یې د عامه پوهاوي د پروګرامونو او د وړیا درملنې مرکزونو په اړه د عامې روغتیا وزارت نظر واخلو، خو د دغه راپور تر خپرېدو پورې د دغه وزارت ویاند شرافت زمان ځواب ویلو ته حاضر نشو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.