Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د واورې ورېدو له امله د اروزګان – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

ټرینکوټ (پژواک، ۲۹ مرغومې ۱۴۰۳): د ارزګان امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د واورې ورېدو له امله د ارزګان – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.

د ارزګان د امنیه قوماندانۍ ویاند بلال ارزګانی وایي، دغه لار د کندهار ولایت اړوند په شاه‌ولی‌کوټ ولسوالۍ کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې.

اروزګانی زیاتوي، د لارې د بېرته پرانیستو لپاره هڅې پیل شوې او مسافر دې د اوسمهال لپاره پر دغه لار تګ راتګ نه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.