Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې یوه سوداګر د وحشي او ځنګلي ژوو ساتنې په موخه شخصي ژوبڼ جوړ کړی

لښکرګاه (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۳): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې یوه افغان سوداګر د وحشي او ځنګلي ژوو ساتنې په موخه د ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو شخصي ژوبڼ جوړ کړی چې له بېلابېلو ولایتونو یې خلک لیدو ته ورځي.

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار لوېدیځ کې د یوه افغان سوداګر عبدالسلام عطايي له لوري د ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو شخصي ژوبڼ جوړ شوی چې موخه یې د وحشي او ځنګلي ژوو د نسل ساتل او ډېرول دي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، په دغه ژوبڼ کې یې د زمري، باز، هوسۍ، غرني پسونو، بیزوګانو، شترمرغ، اوښ، غرنیو غواګانو، باښې، کونګ، کوږ، طاوس او یو شمېر نورو په ګډون ۵۲ ډوله بېلابېل وحشي ژوي، ځنګلي حیوانات او الوتونکي ساتلي دي.

هغه زیاته کړه: «د دغه ژوبڼ جوړولو هدف یوازې د خلکو لپاره تفریح نه ده، بلکې د وحشي ژوو د نسل زیاتېدو او ساتنې لپاره هم یوه هڅه ده او په دې ولایت کې پراخ ځنګلونه او دښتي شته، غواړم بعضې نسلونه هغه ځنګلونو کې بېرته اېله کړم چې د تېرو جګړو پر مهال یې نسل په مکمل ډول له منځه تللی دی.»

د نوموړي په خبره، ژوبڼ یې پر ۱۶ جریب ځمکه جوړ کړی چې دغه ژوي او الوتونکي یې ورته له ایران او ترکیې هېوادونو راوړي دي.

هغه وویل: «د هلمند د ټولو ولسوالیو په ګډون د کندهار، هرات، فراه او نیمروز څخه ګڼ شمېر خلک دلته راځي او له دغه ژوبڼه لیدنه کوي؛ په ژوبڼ کې ګڼ د لوبو او تفریح  اسانتیاوې هم شته او پلان لرم چې نور یې هم پراخ کړم، دا مرغان او ژوي مې ورته له ترکیې او ایرانه رانیولي دي.»

د دغه ژوبڼ مسوول له حکومته غوښتنه کوي چې د درملو او وحشي ژوو د خوراکي توکو برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.

ورته مهال، د دغه ژوبڼ لیدو ته راغلي کسان وايي، د وحشي او ځنګلي ژوو د ساتنې په موخه ډغه ډول پانګونه د یادو ژوو د نسل د نه ورکېدو برخه کې مهم رول لري.

عبدالرحمن چې له خپلو څو نورو ملګرو سره له نادعلي ولسوالۍ دغه ژوبڼ ته راغلی وایي: «خوښ یو چې دا ژوبڼ جوړ شوی، دلته ډول ډول حیوانات شته، دلته یو تفریحي پارک هم جوړيږي، دا ډېر ښه ځای دی.»

د میرولي په نوم یو بل ځوان چې د دغه ولایت له موسی‌کلا ولسوالۍ له خپلو ملګرو سره دغه ژوبڼ ته راغلی وویل: «دا ډېر ښایسته ځای دی، دا یو تفریحي ځای دی او دلته هر څوک کولای شي چي د تفریح لپاره راشي، موږ غوښتنه لرو چي دې ته ورته نور ځایونه هم جوړ شي.»

ورته مهال، د دغه ولایت د چاپېریال‌ساتنې رییس سیدمحمد عیسی‌اغا د دغه ژوبڼ جوړېدل د چاپېریال د ښه‌والي او د وحشي ژوو د نسل د ساتنې لپاره ګټور بولي.

هغه وویل: «په تېرو څلورو لسیزو کې په دغه ولایت د جګړو پر مهال په ټولیزه توګه وحشي حیوانات او ژوي له منځه تللي، اوس د داسې ژوبڼونو جوړېدل د وحشي ژوو د ساتنې او نسل ډېرېدو په موخه ډېر مهم دي.»

د یادونې ده چې دا په هلمند کې د وحشي ژوو د ساتنې لومړی ژوبڼ دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.