Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نایجیریا کې د تېلو یوه ټانکر چاودنې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژلي

کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د نایجیریا په شمال کې د تېلو یوه ټانکر اوښتو او چاودنې له امله لږ تر لږه ۷۰ کسان وژلي او ډېر شمېر نور ټپیان دي.

رویټرز نن (یکشنبه) راپور ورکړی چې یاد ټانګر لومړی اوښتی او بیا یې اور اخیستی دی.

د نایجیریا د بېړنیو پېښو د تنظیم ادارې اعلان کړی چې تر اوسه د نږدې ۷۰ کسانو مړي پیدا شوي، ۵۶ کسان ټپيان دي او څه باندې ۱۵ دوکانونه ویجاړ شوي دي.

راپور کې راغلي چې ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د یادې پېښې یوه عیني شاهد رویټرز ته ویلي، د سیمې اوسېدونکي او مسوولین د قربانیانو خښولو لپاره د قبرونو په کيندلو بوخت دي.

نایجریا کې دا ډول پېښه بې‌مخینې نه ده.

د تېر کال په اکټوبر کې هم د دغه هېواد په جیګاوای ایالت کې یوه ورته پېښه شوې وه چې له امله ۱۴۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.