فېروزکوه (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۳): ځایي سرچینې وایي چې د تېرې شپې سختې واورې له امله د غور – کابل او غور – هرات لویې لارې وتړل شوې.
د غور د ټولګټو رییس مولوي عبدالکریم ابوشعیب پژواک خبري اژانس ته وویل: «د تېرې شپې د سختې واورې له امله د غور – کابل لویه لاره د غور او بامیان ولایت ترمنځ بند بکک سیمه کې او د غور – هرات لویه لار د هر ډول وسایطو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.»
نوموړي زیاته کړه چې د دوی ټیمونه هڅه کوي څو تړل شوې لارې د تګ راتګ لپاره ژر تر ژره پرانیزي.