Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان د مرکز الیشنګ کلي شاوخوا درې زره کورنۍ لا هم برېښنا نه ‌لري

مهترلام (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د لغمان د مرکز مهترلام اړوند الیشنګ کلي اوسېدونکي وایي چې کلي ته یې د برېښنا غځېدو چارې د تېر حکومت پر مهال ۸۰ سلنه بشپړې شوې وې خو له تحول وروسته ولاړې دي او له حکومته دې برخې ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

د لغمان ولایت د سمیه‌ییزو شوراګانو اتحادیې مشر او د مرکز مهترلام اړوند د الیشنګ کلي اوسېدونکي غلام‌رباني پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی په سیمه کې د تېر حکومت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د ولسي تړون پروګرام له لارې د برېښنا د پروژې ۸۰ سلنه رغنیزې چارې سر ته رسېدلې خو له تحول وروسته یې چارې درېدلې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ څو ځلې د لغمان ولایت د مقام سربېره د برېښنا او د کلیو پراختیا ریاستونو له رییسانو سره د دې ستونزې د حل لپاره لیدلي، خو له ژمنې پرته تر دا مهاله د کوم عملي اقدام څرک نه لیدل کېږي.»

د نوموړي په خبره، په سیمه کې یې شاوخوا درې زره کورنۍ ژوند کوي چې لا هم د برېښنا له نعمته بې‌‌برخې دي.

ورته مهال، د یاد کلي یوه بل اوسېدونکي ملک حفیظ‌الله وویل، په کلي کې یې له وړاندې د برېښنا اړوند تخنیکي کارونه ترسره شوي وو خو د نوي حکومت له راتلو سره یې چارې په ټپه ودرېدې.

دی غوښتنه کوي چې د دې پروژې پاتې چارې دې بشپړې کړي.

بلخوا بیا ځايي مسوولین وايي، یاده ستونزه یې په مرکز کې د اوبو او برېښنا له وزارت سره په مکرر ډول شریکه کړې او هیله‌من دي چې راتلونکي کال به یې چارې پیل شي.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي محمدظاهر زرکمر وویل، دوی د الیشنګ کلي د اوسېدونکو او په ټوله کې د هغو خلکو د برېښنا ستونزه مني چې په مخکني حکومت کې د ولسي تړون پروګرام له لارې یې کارونه پیل شوي وو او اوس نیمګړي پاتې دي.

نوموړي زیاته کړه، یاده ستونزه یې له وزارت سره څو ځلې په مکتوبي بڼه شريکه کړې ده.

د هغه په خبره، د مخکني حکومت پر مهال د یادو پروژو بودجه د نړۍوال بانک له لوري ورکول کېده چې اوس قطع شوې چې له امله یې په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۵۰ شوراګانو د برېښنا پروژې نیمګړې پاتې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.