Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سالنګ لویه لار د کوچنیو موټرو پر مخ پرانیستل شوه

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د افغانستان ټولګټو وزارت وایي چې د سالنګ لویه لار نن سهار اته بجې د کوچنیو موټرو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په سالنګونو کې هوا وریځ ده د واورې ورښت درېدلی دی.

هغه زیاته کړې، یاده لویه لار د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل په نه ستړې کېدونکو هڅو نن سهار ۸ بجې د کوچنیو وسایطو پرمخ پرانیستل شوه او په شمالي او جنوبي سالنګونو کې منتظر پاتې مسافروړونکو وسایطو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه.

سرچینې زیاتوي، که چېرته د ورځې په لړ کې د واورې ورښت او توپان پیل نه‌شي یاده لویه لار به د ترافیکو پرمخ پرانیستې وي او که د واورې ورښت او توپان بیا پیل شي، نو د خلکو د سر او مال د خونديتوب په موخه به یاده لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شي.

حق‌شناس دغه راز لیکلي، د ټولګتو وزارت ولایتي ریاستونه بشپړ چمتووالی لري چې د وارې ورېدو پرمهال د هېواد لویې لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستې وساتي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.