Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یوناما له مشرې سره د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل (پژواک، ۲ سلواغې ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په افغانستان کې د یوناما له مشرې سره په لېدنه کې، د صنعتي انکشافاتو، د تشبثاتو د مرکز جوړولو، د انلاین سوداګرۍ د مرکز د پرانیستنې او له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په اړه خبرې کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د ځانګړي پلاوي (یوناما) له مشرې، روزا اوتونبایوا سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لېدنه کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لکه د افغانستان صنعتي انکشافاتو، د تشبثاتو دمرکز جوړولو، د آنلاینسوداګرۍ د مرکز د پرانیستنې، له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ، د صنعتي پارکونو د برېښنا او په افغانستان کې د خصوصي سکتور ستونزو ته د رسیدنې په اړه خبرې وشوې.

یاد وزارت لیکلي، اوتونبایوا د دوحې درې خصوصي سکتور د کاري ډلې په اړه معلومات ترلاسه کړل او د صنعت او سوداګرۍ وزارت هلې ځلې یې وستایلې.

خبرپاڼه زیاتوي، نوموړې همدارنګه په افغانستان کې پانګونې ته د را بلنې کنفرانس د بریالیتوب له امله چې په دې وروستیو کې د دغه وزارت له خوا جوړ شوی و، مبارکي ورکړه او وړاندیز یې وکړ چې دا ډول پروګرامونه دې د افغانستان په پنځو زونونو کې هم جوړ شي.

د صنعت او سوداکرۍ وزارت وایي، په ټوله کې دغه لیدنې په افغانستان کې له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ او اقتصادي پرمختګ لپاره د ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره ترسره شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.