Language

هرات کې د غلا په تور څلور کسان نیول شوي

هرات (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۳): د هرات امنیه قومانداني وايي چې د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې په مربوطاتو کې د غلو یوه څلورکسیزه ډله نیول شوې ده.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌نبي نبي‌زاده وویل چې نن د هرات ښار د دیارلسمې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې د څو کشفي عملیاتو په ترڅ کې د غلو هغه څلور کسیزه ډله نیول شوې چې له څه مودې راهیسې یې په دغه ولایت کې د خلکو مالونه غلا کول.

هغه زیاته کړه، له نیول شوو کسانو یوه اندازه غلا شوي توکي ترلاسه شوي او اوس د امنیتي ځواکونو تر نظارت لاندې دي.

نوموړي وویل چې د یادو نیول شوو کسانو دوسیې به له لومړینیو څېړنو وروسته عدلي او قصايي ارګانونو ته وسپارل شي.