Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګنډاپور: افغانستان ته د خبرو لپاره پلاوی لېږو

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۳): پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو هواري لپاره به یو ایالتي پلاوی افغانستان ته واستوي.

ډان ورځپاڼې د ګنډاپور له قوله راپور ورکړی چې دغه پلاوی به په راتلونکو اونیو کې افغانستان ته سفر وکړي.

ګنډاپور له دې مخکې ادعا کړې وه چې د پاکستان حکومت له ده غوښتي څو له کابل سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړي شاوخوا درې میاشتې مخکې په پېښور کې له افغان جنرال قونسل حافظ محب‌الله شاکي سره لیدنه کې ویلي وو چې سیمه کې سوله د افغانستان او پاکستان دواړو په ګټه ده او اوس د دې وخت رارسېدلی چې په سیمه کې د پایداره سولې راتلو لپاره جدي هڅې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه کړکېچ ډېر شوی او له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو زور اخیستی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.