ټرینکوټ (پژوک، ۳ سلواغې ۱۴۰۳): د اروزګان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز ټرېنکوټ ښار په شاه منصور سیمه کې یې د نشهیې توکو د پروسس یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده او په تړاو یې څلور کسان هم نیول شوي.
د اروزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته د یادو څرګندونو ترڅنګ وویل چې له یادې کارخونې ٣ زره او ١٩٠ کیلوګرامه میده سوي ومان ، ٧٣٠ لیټره ډیزل، ٢٠ لیټره تېزاب، ١٧ بېلر، ١ موټرسایکل او ٦ کیلوګرامه ایف مواد هم ترلاسه شوي دي.
دی وایي چې په دې تړاو یې څلور کسان نیولي او له څېړنو وروسته به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP