فیضاباد (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۳): د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت د حلقوي سړک او د یو شمېر ولسوالیو مواصلاتي لارو له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د جوړولو لپاره یې اقدام وکړي.
د یاوان، کوهستان، راغستان، شکي، مایمي، کوفاب او شغنان ولسوالیو اوسېدونکي وایي، ځینې دغه لارې چې د سیمې د خلکو او موسسو په ملاتړ جوړېدې، چارې یې نیمګړې پاټې دي او د دوی ستونزې یې دوه برابره کړې دي، سیمهییز مسوولین هم تاییدوي چې دا لارې بیارغونې ته اړتیا لري.
د مایمي ولسوالۍ یوه استازي محمدمایل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ مواصلاتي لاره په ځینو برخو کې ډېره خرابه ده او بیارغونې ته جدي اړتیا لري.
هغه وایي چې دا لاره د غزدرې، غومي اب د مایمي کمیسارۍ برخو کې پراخولو او هوارولو ته اړتیا لري، دې سیمو کې مسافر له موټرو کښته کېږي او یو ساعت پلی تګ کوي، باروړونکي موټر ډېر په سختۍ د اړتیا وړ ارتزاقي توکي د ولسوالۍ تر مرکزه رسوي.
هغه زیاتوي چې د تنګ شیو، کواره او جملجس ځینې برخې ډېرې خطرناکې دي چې AKF دفتر له خوا پرې کار شوی خو تر اوسه نښلول شوې نه دي چې د دغه سړک په وصلېدو سره به د دوی د مواصلاتي لارو ۵۰ سلنه ستونزې حل شي چې دا بسنه نه کوي، د ډېرې واورې او سختو بارانونو پر مهال به بنده شي.
هغه له اسلامي امارته غواړي چې د دوی د مواصلاتي لارو برخه کې ډېره توجه وکړي.
د بدخشان د یاوان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي روحالله وویل چې د ولایت مرکز ته د دې ولسوالۍ مواصلاتي لاره د یفتل پایان ولسوالۍ د صفحې او شکرلب او د یاوان ولسوالۍ په مرکز کې د افغان بیسیم له پایې سره خرابه ده چې پراخولو او هوارولو ته اړتیا لري؛ ځکه د سختې واورې او بارانونو پر مهال د تګ راتګ پر مخ بندیږي.
د کوهستان ولسوالۍ یوه قومي مشر طلعت وویل چې د دوی سیمې د مواصلاتي لارو ستونزې نسبت پخوا ته کمې شوې، خو تر اوسه د سړک ستونزې په بشپړ ډول نه دي حل شوي.
هغه وایي چې د ورښتونو پر مهال مرکز ته د دوی لاره د یفتل پایان ولسوالۍ کې ډېره خرابېږي، ځکه کم عرضه ده، هوارولو او پراخولو ته اړتیا لري.
د فیضاباد یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې د یفتل پایان ولسوالۍ په دهندره سیمه کې د لارې او پل نشتوالي له امله یوې ښځې د کوکچې له سینده د اوښتو پر مهال په کښتۍ کې زېږون وکړ.
ورته مهال، د بدخشان د راغستان ولسوال محمداصف ظفریار د لارې خرابوالي او د خلکو ستونزې مني او وایي چې تېر کال د دغه سړک ځینې برخې د خلکو له خوا جوړې شوې خو نیمایي یې پاتې دی چې ستونزې دوه برابره شوې دي.
هغه وایي، کله چې یو موټر عوارض کوي تر جوړېدو یې یې د پنځو ولسوالیو مواصلاتي لار بنده وي، له همدې امله دغه لار پراخولو او رغولو ته اړتیا لري.
هغه وویل چې ځيني وخت دغه لار د بندېدو پر مهال د ولسوالۍ مقام له لوري د بېل او کلنګونو په وسیله خلاصېږي.
نوموړي زیاته کړه هڅې روانې دي چې راتلونکي کال کې دغو ستونزو ته رسېدنه وشي.
ده وویل: «له بده مرغه تر اوسه په غزدره سیمه کې چې د شغنان او مایمي ولسوالیو ترمنځ پرته ده، د سړک د خرابوالي ستونزې پر ځای پاتې دي.»
نوموړي د راغونو او یفتل ولسوالیو د مواصلاتي لارو ستونزې مني، خو ویې ویل چې دې وروستیو کې دې سیمو کې کمې پراختیایي پروژې تطبیق شوې دي.
هغه وایي چې د راغونو او دروازونو د حلقوي سړک د اساسي بیارغونې په اړه له بېلابېلو موسسو سره د خبرو په حال کې دي او هڅې روانې دي څو د بدخشان د اتو ولسوالیو سړکونه د موسسو په مرسته په اساسي ډول جوړ او بیاورغول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP