کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د هېواد د اقتصادي ودې او د بشري او پرمختيايي مرستو پر وضعیت خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې د يوناما مشرې روزا اوتونبایوا سره د هېواد د اقتصادي ودې او د بشري او پرمختيايي مرستو پر وضعیت او يو لړ نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
خبرپاڼه کاږي، متقي په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه د اقتصادي ثبات په ډګر کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان اقتصاد له ثبات وروسته اوس مخ پر ودې حرکت کړی چې يو ثبوت يې د نړۍوال بانک وروستی راپور دی چې سږ کال يې اقتصادي وده ۲،۷ سلنه ښودلې ده.
متقي زیاته کړې: «د اقتصادي پرمختيا په برخه کې نور پلانونه هم د تطبيق په حال کې دي چې په بشپړېدو سره به يې د چټکې اقتصادي ودې شاهدان اوسو.»
د خبرپاڼې په حواله، د يوناما مشرې وويل چې په تېرو درېیو کلونو کې د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه له بشري مرستو زياته شوې، دا يو خورا مثبت پرمختګ دی او د افغانستان پر اقتصاد به يې اغېز مثبت وي.
هغې ډاډ ورکړ چې دا مثبت بدلون به ادامه ومومي.
نوموړې د اسلامي امارت اقتصادي هڅې وستايلې او ژمنه يې وکړه چې د ملګرو ملتونو په ناستو کې به دغه لاسته راوړنې شريکې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP