کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست کابل کې د قطر له شارژدافیر سره په لیدنه کې د اقتصاد، سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد کابل کې د قطر له شارژدافیر مُردف القاشوطي سره لیدلي.
خبرپاڼه کاږي، مولوي محمدیعقوب مجاهد د قوي او تل پاتې اړیکو سربېره د افغانستان له خلکو سره د قطر هېواد د اوږد مهاله مرستو او همکاریو ستاینه وکړه.
د خبرپاڼې په حواله، مجاهد قطر د افغانستان لپاره یو دوست او همکار هېواد وباله او له دغه هېواد سره د دوامداره اړیکو پر پیاوړتیا يې ټینګار وکړ.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دواړو لورو د اقتصاد، سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال ده چې کابل کې د قطر شارژدافیر د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره هم په لیدنه کې د کابل او دوحې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخولو په اړه خبرې کړې وې.