کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان بانک اعلان کړی چې تر راتلونکو دوو ورځو (راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ) ۲۰ میلیون امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
یاد بانک پر خپله اېکسپاڼه له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په یاده داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل حسابونو د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د سرچینې له قوله، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسويې ته اجازه نشته، د لیلام ګټونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلي موده د افغانستان بانک ته وسپاري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP